راپورونه: د کندهار، هلمند، هرات، بادغیس او غور مرکزونه طالبانو ونیول

ارشیف، کندز کې یو شمېر طالب جنګیالي

د راپورونو له مخې د کندهار، هلمند، هرات، بادغیس او غور ولایتونو مرکزونه د طالبانو لاس ته ولوېدل.

یو شمېر سرچینو ازادي راډیو ته د دغو ولایتونو د مرکزونو د سقوط خبره تأیید کړې ده.

د راپورونو له مخې د کندهار والي او ټول امنیتي مسؤلان ۲۰۵ اتل قول اردو ته په شا شوي او د ولایت ودانۍ او د ښار ټولې برخې له طالبانو سره دي.

د هلمند مرکز لښکرګاه کې هم ټولې دولتي ودانۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي او چارواکي د ۲۱۵ میوند قول اردو ته په شا شوي دي.

له هراته هم راپورونه وایي چې امنیتي او نور چارواکي د هرات ۲۰۷ ظفر قول اردو او د دې ولایت هوایي ډګر ته په شا شوي دي.

سرچینو دغه‌راز د بادغیس د مرکز قلعه‌نو او د غور د مرکز فېروزکوه د سقوط خبره کړې ده. یو شمېر دغو تېره شپه سقوط کړی.

په دې سره د ټولو هغو ولایتونو د مرکزونو شمېر چې تر اوسه د طالبانو په لاس سقوط شوي، نږدې ۱۵ ته رسېدلي.

د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په مرکزونو کې هم د سختې جګړې راپورونه ورکول کېږي.