قریشي: پر چینايي انجنیرانو حمله کې د هند او افغانستان استخبارات لاس لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ادعا کوي چې د دغه هېواد په داسو سیمه کې پر چینايي انجنیرانو په حمله کې د هند او افغانستان استخبارات لاس لري.

د تېرې میاشتې په وروستیو کې د خېبر پښتونخوا په کوهستان سیمه کې په بمي چاودنه کې د ۹ چینایانو په ګډون ۱۳ تنه ووژل شول او پاکستاني چارواکو هماغه مهال دا پېښه د تخنیکي ستونزې له کبله بللې وه.

قریشي پرون په اسلام‌اباد کې خبریالانو ته وویل، د پېښې په اړه د پلټنې ټیم معلومه کړه چې دا برید د هند استخباراتي ادارې (را) او د افغانستان د ملي امنیت ادارې کړی دی.

قریشي وویل چې دغو دوو استخباراتي ادارو دا برید د پاکستاني طالبانو په مرسته کړی دی.

د هند او د افغانستان حکومتونو او یا استخباراتي ادارو تر اوسه د قریشي د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

تر اوسه پورې پاکستاني طالبانو یا کومې بلې ډلې د دې برید مسؤلیت په غاړه نه‌دی اخیستی.