چارواکي: کابل ته راغلي کډوال لنډ مهال کمپونو کې ځای پرځای کوو

کابل کې کورني بې ځایه شوي کډول

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کابل ته راغلي بې ځایه شوي په لنډ مهاله کمپونو کې ځای پر ځای کوي.

د کابل د سرای شمالي او شهرنو له پارکونو لنډمهالې سرپنا ته د کورنیو بې ځایه شوېو لېږد پرون پیل شو او لا هم دوام لري.

کډوالو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو کسانو د ثبت لړۍ هم روانه ده او په خبره یې تراوسه دوی نژدې شپږ نیم سوه مستحقې کورنۍ ثبت کړي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې له تثبیت وروسته به له دغو کورنیو سره د دوی او همکارو موسسو له خوا یې اړینې مرستې هم وشي.

دوی دا ډاډ داسې مهال ورکوي چې تردې وړاندې یو شمېر بې ځایه شوېو ازادي راډیو ته ویلي چې په میاشتو میاشتو مرستې نه ور رسیږي.

پرون ارګ حج او اوقافو وزارت ته لارښوونه وکړه چې سملاسي دغو بې ځایه شوېو ته د سرپنا لپاره د کابل د جوماتونو دروازې خلاصې کړي.