د دوحې غونډه؛ افغان پلاوی لاهم هڅه کوي چې طالبان پر ښارونو له بریدونو وګرځوي

دوحه کې د سولې خبرې، افغان پلاوی

د ترویکا پلس غونډې ته کابل په تمه دی او طالبان وایي چې دا غونډه نتیجه نه ورکوي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن پنجشنبه د دې غونډې درېیمه او وروستۍ ورځ ده. دا غونډه د امریکا د متحد ایالاتونو، چین، روسیې او پاکستان د استازیو له لوري جوړه شوې ده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي هم په کې برخه لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې وویل چې افغان لوری په دې غونډه کې خپل غوښتنې وړاندې کړي دي.

تهذیب زیاته کړه: "د افغانستان د دولت مرکچي پلاوی د مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغانانو غوښتنې په دوو مواردو کې مطرح کړي دي؛ لومړی پر ښارونو د طالبانو د بریدونو سمدستي درېدل، دوهم د سولې د جدي او معنی لرونکو خبرو پيل او د سیاسي حل لارې موندل."

په تېر یوه میاشت کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر د دوهم ځل لپاره قطر ته تللی دی.

عبدالله عبدالله په پرونۍ غونډه کې څرګنده کړه چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې د سولې په خبرو کې جدیت نه دی ښکاره کړی او د همدې له امله په دې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.

عبدالله عبدالله څرګنده کړه چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې د سولې په خبرو کې جدیت نه دی ښکاره کړی

طالبانو په نژدې یوې اوونۍ کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه نیولي دي او د یو شمېر نورو ولایتونو د مرکزونو د نیولو لپاره یې سخت بریدونه دوام لري.

په دې اړه نور: دوحه کې پر افغان سولې غونډه؛ طالبان: د پرمختګ هیله یې نه لرو

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پرون د ترویکا پلس غونډې په دوهمه ورځ ازادي راډیو ته د خبرو پر مهال حکومت تورن کړ چې سوله نه کوي.

ده وویل چې دا حکومت خبرو ته ژمن نه دی او سولې ته لېوالتیا نه لري چې د همدې لپاره باید نړیوال د 'کابل پر ادارې' فشار راوړي.

د افغانستان حکومت بیا پاکستان تورنوي چې د طالبانو ملاتړ کوي او هغوی ته یې په خپله خاوره کې پناه ځایونه ورکړي دي، خو پاکستان وایي چې د افغانستان په سوله کې د اسلام اباد خیر دی.

دپاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ووايي، پاکستان د افغان سولې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د دې سربېره چې طالبانو په افغانستان کې پراخې سیمې لاندې کړي دي، هېواد یې د افغان سولې لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

قریشي زیاته کړه: "زموږ پلاوی دغه اوس چې زه له تاسو سره غږیږم په دوحه کې دی. له ټولو خواوو سره چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره هڅې کوي په ارتباط کې دی. د افغانستان په سوله او ثبات کې زموږ ښکاره ګټې دي، د دې لپاره مو تر خپلې وسې هڅې کړي دي او دې هڅو ته به دوام ورکوو."

د سولې خبرې په داسې وخت کې روانې دي چې واشنګټن ټایمز ورځپاڼه د امریکا د استخباراتو د اټکل له مخې څرګندوي چې ممکن په راتلونکو درېیو میاشتو کې طالبان کابل هم ونیسي، خو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نېډ پرایس د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، که طالبان د سولې د خبرو له لارې د واک ویش ته چمتو نه شي له اقتصادي او سیاسي انزوا سره به مخامخ شي.