نیویارک ټایمز: ایا طالبان بیا پر ټول افغانستان ولکه ټینګولای شي؟

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • نیویارک ټایمز

ایا طالبان بیا پر ټول افغانستان ولکه ټینګولای شي؟ دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې لیکنې سرلیک دی.

د دې لیکنې لیکواله کریستینا ګولډباو (Christina Goldbaum) وايي، تر ډېرو پورې طالبانو له دولتي ځواکونو سیمې نه‌شوی نیولی، خو په وروستۍ یوه اوونۍ کې یې د ۹ ولایتونو مرکزونه ونیول او په دې توګه‌یې د افغانستان پر سیاسي مشرانو او امنیتي ځواکونو سخت فشار راوړی دی.

د افغانستان په شمال کې د طالبانو لاس ته د ښارونو لوېدو دا وېره پیدا کړې چې طالبان په دې توګه له کابله راچاپېره شي او د جګړې له لارې د هېواد بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لیکوالې په باور اوس د افغانستان حکومت باید پرېکړه وکړي چې د کابل په شمول په هغو سیمو کې چې تر کنټرول لاندې یې دي یا خپل ځواکونه له سره منظم کړي او یا له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي.

د لیکوالې په نظر په شمال کې د طالبانو چټګ پرمختګ د دې ډلې په وړاندې د هغسې مقاومت چانس کمزوره کوي چې په ۱۹۹۶ م کال د کابل له نیولو وروسته دا ډله په شمال کې ورسره مخامخ شوې وه.

  • اېفنېنګ سټنډرډ

اېفنېنګ سټندرډ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې «لوېدیځ افغانستان ته شا نه‌شي اړولی» په یوه تبصره کې لومړی په وروستیو ورځو کې د طالبانو پوځي پرمختګونو ته اشاره کړې او بیا یې لیکلي چې له دې سره سره د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه پښېمانه نه‌دی.

د دې ورځپاڼې پر اساس، بایډن به ښايي پښېمانه نه‌وي، خو خپلو خبرو ته‌یې ښه الفاظ نه‌دي انتخاب کړي.

ورځپاڼې په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکا او لوېدیځو هېوادونو د لګښتونو او د سرتېرو د مرګ‌ژوبلو له یادونې وروسته لیکلي چې بایډن غواړي، د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي او دا د درک وړ ده، خو هلته‌یې د عمل کوم پلان نه‌دی پرېښی او له همدې کبله د دغه هېواد نسبي ثبات په چټکۍ د خرابېدو لور ته روان دی.

دې ورځپاڼې کښلي، که لوېدیځ افغانانو ته شا واړوي، د دوی برخلیک به د طالبانو لاس ته ولوېږي او دا هېواد به ممکن یو وار بیا پر لوېدیځ د حملې لپاره د ترورېستانو پر خوندي مرکز بدل شي.

ورځپاڼې د ملګرو ملتونو پر اساس لیکلي چې د اپرېل له میاشتې تر اوسه پورې طالبانو او د هغو بهرنیو ملګرو د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې تر ۵،۵۰۰ ډېرې حملې کړي، تر ۱،۶۰۰ ډېر ملکیان‌یې وژلي او تر درې نیم لکه ډېر نور مجبوره شوي چې له خپلو مېنو بې‌ځایه شي.

ورځپاڼې د دې یادونه هم کړې چې په افغانستان کې د ښخو او نجونو په شمول د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوې او لا ډېرېږي.