جرمني او هالنډ د افغان پناه غوښتونکو د بېرته استولو بهیر دروي

ارشیف، له جرمني یو ایستل شوی افغان پناه غوښتونکی

جرمني او هالنډ چې خپل هېواد ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته استولو بهیر دروي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر نن دوېچې‌وېلې ته وویل چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله په موقت ډول د رد شویو پناه غوښتونکو بېرته ستنول ځنډوي.

تر دې مخکې هالنډ وویل چې د شپږو میاشتو لپاره د افغان پناه غوښتونکو استول ځنډوي.