افغانستان کې جګړې؛ خلک کابل ته کډوال شوي او پر واټونو سختې شپې تېروي

جګړه ځپلي کډوال

له شمالي او شمال ختیځ ولایتونو جګړه ځپلي خلک کابل ته کډوال شوي او پر واټونو سختې شپې او ورځې تېروي.

‎دغه بې ځایه شوي کورنۍ وایي، له جګړو راتښتېدلي او د ژوند له سختو کړاوونو سره مخ دي.

‎اته ویشت کلنه نور بي بي چې د څو وړو ماشومانو مور ده وایي، له خپلو ماشومانو سره د جګړو په سرو لمبو کې له کندز ښاره په یوه جوړه جامو او چادرۍ کې راوتلې او د کورنۍ پاتې غړي یې لاهم د جنګ په سیمو کې پاتې دي.

‎نوموړې وايي: "ماشومان مې او خپله بُرقه مې راواخیسته، کور، مال هر څه مو هلته پاتې شول، د مرمیو لاندې مو ځان په یو ‌‌‌‌‌‌ډول راووېست، کور کې مو هاوان ولګېده، ټول کور یې را خراب کړ، پلار، مور او دوه وروڼه مې هلته پاتې شول ځکه چې نور په موټر کې ورته ځای نه وه،۱۷ زره افغانۍ مو یو موټر راونیوه هماغه شپه کې مو حرکت وکړ، خو بیا په پلخمري کې په جګړو کې بند شو او بیا کابل ته سهار ۵ نیمې بجې راورسېدو."

‎د نور بي بي په شان ګڼې نورې کورنۍ هم له کندز، تخار، بغلان، فراه ، نیمروز او ځینو نورو ولایتونو کابل ته را بې ځایه شوي او پر واټونو، سړکونو شپې ورځې تېروي.

‎سیف الرحمن وایي، دلته له سخت حالت سره مخ دي، خو یوازینۍ غوښتنه یې سوله او د ولایتونو ارامي ده: "له دولته مو غوښتنه دا ده چې موږ وایو تېر له اوبو مو، اوړو او غوړیو مو، زموږ ولایتونه ارام کړئ، چې خپل ولایت کې ارام ژوند وکړو، دلته مې څه حال دی، درې ورځې کېږي چې راغلي یو، نه اوبه را رسېږي نه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ، دلته په دې ځمکه شنو وښو کې لویدلي یو."

افغان کډوال سیف الرحمن وایي، سخت حالت سره مخ دی، خو یوازینۍ غوښتنه یې سوله او د ولایتونو ارامي ده

‎زر بېګم چې له بغلان ولایته راکډه شوې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره یې هغه ناخوالې شریکې کړې چې په خبره یې د طالبانو له لوري ورسره شوي دي.

‎زز بېګم ادعا کوي چې یوازې په نهرین ولسوالۍ کې څو ځوانې نجونې طالبانو په زور له ځان سره بیولي او ځانونو ته یې په نکاح کړي دي: "طالبان خپله پوهېږي چې موږ یې له خپلو کورونو د ټوپک په زور را ووېستو، زامن یې راته ووژل، لوڼې مو ځانونو ته په زور نکاح کړې، په نهرین کې یې خو له هر کوره دوه درې ځوانې نجونې له ځان سره بیولې او ځانونو ته یې نکاح کړې، موږ مجبور شوو ځانونه مو له هغه ځایه راووېستل، موږ یوازې په یوه شپه له خپلوانو او کورنیو ۳۶ شهیدان ورکړل، ځوانان یې راته قتل کړل."

‎که څه هم د زر بیګم په شان ادعاوې مخکې هم شوې وې، خو طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړي دي.

‎اوس چې په سلګونه کورنۍ له بېلابېلو شمالي او شمال ختیځ ولایتونو کابل ته راکډه شوي او بې سرپناه دي، د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال امرالله صالح د حج او اوقافو وزارت ته لارښوونه کړې چې د دغو بې سرپناه ملکیانو پرمخ دې د جوماتونو دروازې پرانیزي.

‎امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې امنیتي حوزو او پولیس ته دستور ورکو چې هېڅ څوک جوماتونو ته د دغو بې ځایه شوېو کورنیو د ننوتلو مخه نه شي نیولی او ټول بې ځایه شوي کسان دې تر ټولو نږدې جوماتونو کې ځانونه ځای پرځای کړي.

په دې اړه نور: جوماتونو ته د بې ځایه شوېو کډوال د ورتګ امکانات څومره دی؟

‎امرالله صالح وروسته له هغه دغه لارښوونه کړې چې تېرو دوو ورځو کې په خواله رسنیو د کوچنیو ماشومانو او ښځو هغه انځورونه زیات خپاره شول چې تر سره لمر لاندې په ‌‌‌‌‌‌ډاګ او بد حالت کې ورځې شپې تېروي.

‎بل خوا د کډوالو چارو وزارت رسنیز برخې غړي بهاوي رضوي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې وویل چې دغه وزارت هڅه کوي چې زر تر زره یادو بې ځایه شوېو ته مرستې ورسوي: "تر دا مهال شااوخوا ۱۷زره عریضې د مرستو لپاره د کابل ولایت د کډوالو چارو ریاست ته راغلي‌، کومې سروې ګانې چې د نن ورځې تر غرمې مو درلودلې، له ۱۵۰۰ کورنیو چې سروې شوي ۷۵۰ کورنۍ ریښتینې بې ځایه شوي دي او پېژندل شوي دي، د مرستو رسونې پروسه هم د تېرې سې شنبې ورځې راپه دېخوا د طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت او د کابل والي دفتر سره په همغږۍ روانه ده."

‎د کډوالو چارو وزارت د چارواکو په خبره، یوازې په یوه اوونۍ کې کابل ته د بدخشان، بغلان، کندز، تخار او ځینو نورو جګړه ییزو ولایتونو شااوخوا ۳۵ زره کورنۍ را کډه شوي چې اکثره یې له اقتصادي ستونزو او د سرپناه له نشتون سره مخ دي.

‎دا په داسې حال کې ده چې له تېرو دوو میاشتو راپه دېخوا د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او طالبانو تر منځ شدیدې نښتې روانې دي او د شااوخوا ۲۰۰ولسوالیو له سقوط وروسته اوس طالبانو د ځینو ولایتونو د ښارونو د نیولو په هدف خپلې حملې تیزې کړي دي.