د اومه توکو او اوبلن غازو د بیو د لوړېدو له امله د چارواکو اندېښنې

ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه په بازارونو کې د خامو موادو او د اوبلن غاز د بیو د لوړېدو او په بندرونو کې د حکومت د نه همکارۍ له امله اندېښمنه ده.

د دغې خونې مرستیال یونس مومند نن چهارشنبه (د زمري په ۲۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې په بېلابېلو برخو کې جګړې او د مخالفینو لاسونو ته د یو شمېر مهمو بندرونو لوېدل د تیلو او مایع شوي طبیعي ګازو د واردولو پروسه له جدي ننګونو سره مخ کړې.

د سوداګرۍ خونه وایي، د حکومت تر کنټرول لاندې بندرونو کې حکومت او د ګمرک چارواکي نه یوازې د اوبلن غاز واردولو لپاره اسانتیاوې برابرولو کې پاتې راغلي، بلکې سوداګر لا هم په بندرونو کې د پیچلي او وخت نیولو پروسیجرونو سره مخ دي.

چارواکي وایي، په دې حساسو شرایطو کې د اوبلن غاز لپاره د تعرفو د معافیت په اړه، حکومت هېڅ ګام نه دی پورته کړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پر حکومت غږ وکړ چې د خلکو اړتیاوې، شته ستونزو او د هېواد نازک وضعیت ته په پام کې نیولو سره د اوبلن غاز واردوونکو ستونزو له منځه وړلو په برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه افغان ولسمشر د خصوصي سکټور سوداګرو ته ویلي چې تر یوې میاشتې پورې به یې په ازمایښتي ډول ګمرکي تعرفې ورته معاف کړي.

سوداګرۍ خونه د دې اقدام هرکلی کوي، خو په لا نورو اسانتیاوو ټېنګار کوي.

دوی ته دا ستونزې وروسته تردې ډېرې شوې چې طالبانو د افغانستان په لویدېځ، شمال او جنوب ختیځ کې لږ تر لږه شپږ سوداګریز بندرونه ونیول.