د بدخشان چارواکي: پر فیض اباد د طالبانو ۳مه حمله هم په شا شوې

بدخشان

د بدخشان امنیتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو د فیض اباد ښار د نیولو په هدف د طالبانو درېیمه حمله په شا وتمبوله.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه طالبانو له شپږو لورو پرله پسې بریدونه وکړل چې د حکومتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.

د روحاني په وینا په نښتو کې طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې څرګند نه کړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ازادي راډیو ته په نښتو کې حکومتي ځواکونو ته د زیاتو تلفاتو د اړولو ادعا کړې، خو دا یې هم ویلي چې تر اوسه د فیض اباد ښار د نیولو نیت نه لري.