د کاپیسا چارواکي: د 'B-۵۲' امریکايي الوتکې ۱۱ طالبان وژلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کاپیسا چارواکي وایي، د دې ولایت په نجراب ولسوالۍ کې پر طالبانو د امریکایي بي ۵۲ الوتکې په بمبار کې یوولس طالبان وژل شوي دي.

د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې دغه بمباري نن شااوخوا لس بجې د دې ولسوالۍ د سرتپه احمد بېګ په سیمه کې د طالبانو پر مورچو وشوه.

هغه زیاته کړه، د طالبانو د ۱۱ غړیو پر وژل کېدو سربیره د طالبانو یو ټانک او یو سراچه ډول موټر هم ویجاړ شوی.

سیمه ییز چارواکي پر طالبانو د امریکایي بي ۵۲ الوتکې د بمباري خبره وروسته له هغې کوي چې د دې ولایت مسولو چارواکو پرون ازادي راډیو ته تایید کړه چې نجراب ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې.

طالبانو د دغې بمباري په اړه څه نه دي ویلي، خو دومره یې ویلي چې د نجراب ولسوالۍ په تپه خاکي کې یې د دښمن وروستۍ اډه هم نیولې ده.

تر دې مخکې د افغانستان دفاع وزارت تایید کړې وه امریکایي بي ۵۲ الوتکو د جوزجان په مرکز شبرغان چې طالبانو د شنبې په ورځ ونیو، بمباري کړې.

د امریکا غږ راډیو د انګریزي ژبې وېب پاڼې د راپور له مخې امریکایي چارواکو ویلي چې د طالبانو پر مورچو به د اې سي ۱۳۰ جنګي الوتکو، بې پیلوټه ایم کیو ۹ الوتکو، بي ۵۲ بم غور ځونکو الوتکو او اېف ۱۸ جېټ الوتکو څخه کار واخیستل شي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي په دې وروستیو کې ویلي چې د امریکا د ولسمشر او د دې هېواد د دفاع وزیر د لارښونې له مخې به د اړتیا په صورت کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.