دوحه کې پر افغان سولې پيل شوې غونډه؛ د تاوتریخوالي پر کمېدو به بحثونه وشي

ارشیف، دوحه کې د سولې خبرې

د قطر پلازمېنه دوحه د افغانستان د سولې په اړه د درې ورځنۍ غونډه کوربه ده. که څه هم دا غونډه درې ورځې دوام کوي او په لومړۍ ورځ به یې د افغانستان د همکارو هېوادونو د ځانګړو استازو ناسته وشي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې په دې ناستو کې د سولې بهیر چټکېدو او د تاوتریخوالي په کمېدو ژور بحثونه وشي.

په دې اړه نور: دوحه نن د سولې او امنیت په اړه د یوې لویې غونډې کوربه ده

ښاغلي خوځون زیاته کړه: "نن به د افغانستان د سولې په اړه به د نړیوالې ټولنې د ځانګړو استازو ناسته وشي. په دې ناسته کې به د افغانستان د سولې په اړه بحث وشي. سبا به د ترویکا پلس ناسته وي او په درېیمه ورځ به د افغانستان د سولې په اړه سیمه‌ییزه ناسته وي. موږ هڅه کوو چې په درې دواړو غونډو کې د افغانستان د سولې پیغام نړیوالې ټولنې ته ورسوو. تمه مو دا ده چې دې ناسته کې د مذاکراتو د چټکېدو د جګړې او تاوتریخوالي په اړه بحثونه وشي."

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د افغانستان د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په دې ناسته کې د افغانستان استازیتوب کوي.

طالبانو هم دې غونډه کې خپل ګډون تایید کړی. په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي، غونډه کې به د دوی یو پلاوی ګډون وکړي.

د سولې په اړه دې بحث کې د افغانستان د سولې لپاره د یو شمېر همکارو هېوادونو ځانګړي استازي لکه، امریکا، چین، روسیه، جرمني، اروپايي ټولنه او پاکستان هم د دې غونډې ګډونوال دي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، استازی یې زلمی خلیل‌زاد به په دې غونډه کې پر طالبانو فشار راوړي چې تاوتریخوالی را کم کړي.

د دې وزارت له‌خوا یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، زلمي خلیل‌زاد ته ماموریت ورکړل شوی، څو پر طالبانو فشار راوړي چې جګړه ودروي او د سولې خبرو ته مخه کړي.

په دې اړه نور: خلیلزاد طالبانو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي

خبرپاڼه زیاتوي، امریکا غواړي دې غونډه کې خپل دریځ روښانه کړي چې افغانستان کې د زور حکومت ورته د منلو نه دی او له هېڅ هغه جوړېدونکي حکومت سره هوکړه نه کوي چې په زور او د بشري حقونو په نقض رامنځ‌ته شي.

د سولې خبرو د چټکتیا او د تاوتریخوالي د درېدو لپاره دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې په افغانستان کې جګړه په شدت روانه ده.

داسې مهال چې طالبانو له وړاندې شپږ ښارونه نیولي، دې ډلې تېره شپه په څلورو نورو ښارونو بریدونه کړي.

پکتیکا، مزار شریف، فیض‌اباد او فراه هغه سیمې دي چې دې ډلې یې د نیولو هڅه کړي، خو افغان حکومت وايي، طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې او بریدونه یې ورته په شا تمبولي.

د پکتیکا والي محمد یاسین وايي، نږدې ۱۰۲ طالبانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې: "۵۱ تنه دښمن مړه او ټپیان دي. یحیی ‌خېلو کې ۵۳ مړي پراته دي د ټپیانو شمېر یې معلوم نه دی. دوی غوښتل په سروبي هم برید وکړي، خو ماتې یې خوړلې او شپږ تنه یې مړه چې هلته پاتې دي."

د پکتیکا والي محمد یاسین وايي، نږدې ۱۰۲ طالبانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني هم په درېیم ځل پر فیض‌اباد د طالبانو د برید د ماتې خبر ورکوي او د فراه چارواکي هم د دې ډلې هلته د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له دوامه خبر ورکوي.

په دې اړه نور: د بدخشان چارواکي: پر فیض اباد د طالبانو ۳مه حمله هم په شا شوې

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزارت بیا وایي، په دې پوهېږي چې په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه په افغانستان کې د جګړې لامل شوي.

د پنټاګون ویاند جان کربي پرون دوشنبه (د زمري ۱۸مه) رسنیو ته وویل، دوی د پاکستان له مشرتابه سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ سیمو کې، د وسله‌والو پر شته پټن ځایونو خبرې کوي او خبرې دوام لري.

په دې اړه نور: پنټاګون: د افغانستان وضعیت په سم لوري نه ځي خو ځواکونه یې د جګړې وړتیا لري

ښاغلي کربي زیاته کړې، همدا مرکزونه په افغانستان کې دننه د ناامنۍ یوازینۍ سرچینه ده.

له دې وړاندې افغان حکومت هم په ځلونو پاکستان تورن کړی چې وسله والو طالبانو ته یې پناه ورکړې او له ډلې ملاتړ کوي، هغه څه چې طالبان او پاکستان یې نه مني.