د کووېډ-۱۹ ډېلټا بڼه؛ امریکا کې په دې ناروغۍ اخته کسان بیا زیات شوي

امریکا میشتي خلک

د جولای په لومړیو کې په امریکا کې د کووېډ-۱۹ ډېلټا بڼې پېښې ثبتېدل پیل شوي او داسې ښکارېده چې دا یوازې یو ځو پېښې دي، خو وروسته څرګنده شوه چې دا ویروس په پراخه توګه خپور شوی، په ځانګړي توګه په هغو ایالاتونو کې چې لږ خلکو واکسین تر لاسه کړي دي.

د مثبتو پېښو شمېر په ځانګړي توګه په جنوب کې زیات دی. په دغو ایالاتونو کې ارکنسا، فلورېډا، لویزیانا او مسیسيپي شامل دي چې په ټوله امریکا کې ډېرې د کووېد-۱۹ مثبتې پيښې ثبت شوي دي.

په دې اړه نور: امریکا کې د کرونا د ډېلټا بڼې مثبتې پېښې لوړې کچې ته رسیدلي

د دې تر څنګ راپورونه ورکړل شوي چې دا ویروس هغو سیمو ته هم تللی چې خلک په کې واکسین شوي دي.

په تېرو اوو ورځو کې په امریکا کې د کووېد-۱۹ د مثبتو پېښو شمېر هره ورځ په اوسط ډول ۱۱۰,۰۰۰ ته رسېدلی دی. له دې سره د مثبتو پېښو شمېر په تېرو دوو اوونیو کې دوه چنده لوړ شوی دی.

تر ۶۵۰۰۰ زیات خلک بستر شوي دي او د ویروس نوې بڼه په داسې حال کې خپره شوې چې د امریکا شپېته فیصده نفوس 'تر ۱۲ کلن او لوړ عمر لرونکي کسان' د واکسین کېدو وړتیا لري.

خو د نوېو مثبتو پېښو، بستر شوېو او مړینو اکثریت په هغو سیمو کې دی چې نه دي واکسین شوي.

دا ویروس هغو سیمو ته هم تللی چې خلک په کې واکسین شوي دي.

د امریکا د کوچنیانو د روغتیا اکاډمي د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې ۹۴۰۰۰ کوچنیان په دې ویروس اخته شوي دي او دا د ټولو مثبتو پېښو ۱۵ فیصده جوړوي.

نور راپورونه وايي چې د امریکا او کاناډا ترمنځ پوله د هغو کسانو پرمخ پرانېستل شوه چې بشپړه واکسین شوي دي.

دا پوله ۱۷ میاشتې پرته له لازمي سفره د خلکو پر مخ تړلې وه، خو اوس هم د کاناډا وګړي نه شي کولی پرته له لازمي سفره امریکا ته ننوځي.

په اروپا کې فرانسې د سې شنبې په ورځ له خلکو غوښتل پیل کړل چې رسټورانونو او کافي ګانو ته د تګ لپاره او بسونو، الوتکو او ټرین کې د سفر لپاره دې روغتیايي پاڼې له ځان سره ساتي.

هغو کسانو ته ځانګړي روغتیايي پاڼې ورکول کېږي چې د کووېډ-۱۹ پرضد واکسین شوي وي، په وروستیو کې له کووېډ-۱۹ څخه رغېدلی وي او یا هم د ټېسټ منفي نتیجه ولري.

په فرانسه کې ۳۶ میلیونه کسان بشپړه واکسین شوي چې دا د دې هېواد د نفوس ۵۴ فیصده برخه ده.

په همدې حال کې چین د اګسټ په نهمه نېټه ۱۴۳ نوي پېښې ثبت کړي دي.