چارواکي: په شمال زون کې د شاهین قول اردو قوماندان تبدیل شول

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

په شمال زون کې د جوزجان، سرپل، کندز او سمنګان ولایتونو د مرکزونو له سقوط وروسته د شاهین قول اردو قوماندان تبدیل شول.

د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې تورن جنرال ذبیح الله مهمند د جنرال خان الله شجاعي پرځای د ۲۰۹ شاهین قول اردو د نوي قوماندان په توګه ګمارل شوی چې تېره شپه د دفاع وزارت د چارواکو له خوا د شاهین قول اردو ځواکونو ته ور وپېژندل شو.

ښاغلي فرهاد زیاته کړه چې دغه بدلون به په شمال کې د وسله والو طالبانو د خوزښتونو پر وړاندې د افغان ځواکونو وړتیاوې لا پیاوړې کړي: "د نوي قوماندان په معرفي کېدو سره به طبعاً د عملیاتو، د دفاع او تحرکاتو او د ځواکونو د منسجم کېدو لپاره نوي پروګرامونه جوړ شي."

دا په داسې حال کې ده چې نن د شاهین قول اردو په یوې مطبوعاتي خبرپاڼې کې ادعا کړې چې تېره شپه یې په بلخ ولایت ۸۰ وسله وال طالبان وژلي هغه ادعا چې مقابل لوري یې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.