امریکا کې د کرونا د ډېلټا بڼې مثبتې پېښې لوړې کچې ته رسیدلي

امریکا کې په کرونا اخته یوه ناروغه

په امریکا کې د کرونا ویروس د ډېلټا بڼې ورځنۍ مثبتې پېښې او د دې ناروغانو بستري کېدنه په تېرو شپږو میاشتو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

له تېرو ۷ ورځو راهیسې په اوسط ډول هره ورځ یو لک او لس زره کسان په کرونا اخته کېږي او دا مهال ۶۵ زره کسان روغتونونو کې بستر شوي دي.

له تېرو دوو اونیو راهیسې په ورځني ډول پنځه سوه امریکایان په کرونا ناروغۍ مړه کېږي.

د کرونا نوې بڼې تر ډېره د امریکا جنوبي برخې او ارکنساس، فلوریډا، لویزیانا او مسيسیپي ایالاتونه ځپلي دي او د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز ویلي، په ټوله کې ۳۸ ایالاتونه د دې وبا له ګواښ سره مخامخ دي.