دوحه نن د سولې او امنیت په اړه د یوې لویې غونډې کوربه ده

دوحه کې د سولې خبرې

د قطر پلازمېنه دوحه نن د افغانستان د سولې او امنیت په اړه د یوې لویې غونډې کوربه ده.

د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی دې غونډه کې ګډون کوي.

د سولې چارو وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، دې غونډه کې د افغانستان د سولې بهیر د همکارو هېوادونو استازي برخه اخلي.

دا غونډه د قطر په بلنه او د امریکا او ملګرو ملتونو په همکارۍ ترسره کېږي.

د سولې دا هڅې داسې مهال کېږي چې افغانستان کې د جګړې ډګرونه تاوده دي او طالبان تېرو څو ورځو کې د لږ تر لږه شپږو ولایتونو مرکزونو ته ننوتلي دي.