د ناټو یو چارواکی: د افغانستان لانجه جګړه ییزه حل لاره نه لري

د افغانستان او ناټو ګډ بیرغونه

د ناټو یو چارواکی وایي، د افغانستان لانجه جګړه ییزه حل لاره نه لري او طالبان باید په دې پوه شي چې که دوی سیاسي پروسه رد او هڅه وکړي چې د جګړې له لارې واک ته ورسېږي نو به یې نړیواله ټوله هېڅکله هم په رسمیت ونه پېژني.

د ناټو دغه چارواکي رویټرز ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط دغه راز ویلي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو پروسه دوام لري.

دغه چارواکي دغه راز ویلي چې طالبان باید بریدونه ودروي او په ښه نیت د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

د امریکایي ځواکونو ترڅنګ له افغانستانه د ناټو د نورو غړیو هېوادونو د ځواکونو د وتلو پروسه چې د مې له میاشتې راهیسې پیل شوې، بشپړېدو ته نژدې شوې ده.

ټاکل شوې ټول نړیوال ځواکونه له افغانستانه د روانې اګسټ میاشتې ترپایه ووځي.