د سمنګان مرستیال والي: ایبک ښار د طالبانو لاسته ولوېد

د افغانستان په نقشه کې د سمنګان ولایت

د سمنګان مرستیال والي تاییدوي چې د دې ولایت مرکز ایبک ښار د طالبانو لاس ته ولوېد.

صفت الله سمنګاني ازادي راډیو ته وویل، طالبان وروسته له هغه ایبک ښار ته ننوتل چې د ولسي پاڅونوالو مهم قوماندان سناتور محمداصف له خپلو شااوخوا ۲۵۰ کسانو سره تېره شپه طالبانو ته تسلیم شو.

ښاغلي سمنګاني زیاته کړه چې حکومتي ځواکونو تر نن غرمې پورې له طالبانو سره سختې جګړې وکړې، خو وروسته یې د قومي مخورو د غوښتنې او د ولسي خلکو د تلفاتو د مخنیوي لپاره له جګړې لاس واخېست.

ایبک د هېواد شپږم ښار دی چې په روانه اوونۍ کې سقوط کوي.

طالبانو له ایبک مخکې د شنبې په ورځ شبرغان او پرون یکشنبه تالقان، کندز او سرپل ښارونه او له هغه مخکې د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ونیول.