مسیر: ښارونو کې کوڅه په کوڅه جګړه او له هوا بمبارۍ ملکیانو ته زیات زیان اړوي

کابل ورځپاڼې

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي چې د وسله والو طالبانو له لوري د نیمروز، جوزجان او د سرپل ولایتونو له نیولو سره زرګونه خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي، مرګ ژوبله ور اوښتې، دوکانونه، مارکېټونه او کارځایونه یا نړېدلي او یا هم سوځېدلي دي.

د لېکوال په وینا، په ښارونو کې کوڅه په کوڅه جګړه او له هوا بمبارۍ تر ګردو زیات ملکي وګړو ته زیانونه اړوي، نو څومره چې جګړې اوږدېږي، سختېږي او په ښارونو کې دوام کوي، په هماغه کچه ملکي وګړي زیانمنېږي.

لیکوال ټینګار کوي، دواړه لوري پوهېږي چې جګړه ستونزه نه حلوي، لومړۍ خو په دې جګړه کې بریا نشته او که بریا هم وي، پایله یې داسې ده چې دوی ته به زیان اړوي.

د لیکول په وینا، اوس هم که طالبان فکر کوي چې جګړه به حکومت ونیسي، لومړۍ خو دا چاره ناشونې ښکاري، خو که دا کار وکړي، بیا هم طالبان له سختو ستونزو سره مخ کېږي، ځکه د دوی د خپلو متحدینو په ګډون نړۍ بیا-بیا دا ویلي چې دوی به هغه حکومت په رسمیت ونه پېژني چې په زور راغلی وي او ګډ کار به ورسره ونه کړي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غونډې جوړیدو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، افغانانو د ملګرو ملتونو له امنيت شورا ډېره تمه لرله چې دا غونډه به د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه مهمه پرېکړه وکړي او پر افغانستان به د پردۍجګړې د مخنيوي لپاره جدي اقدامات وکړي، خو د لېکوال په وینا له بده مرغه چې نه داسې قوي او پياوړی استدلال وړاندې شو او نه هم د امنيت شورا تر اوسه دا اقدامات کړي دي.

ورځپاڼې لیکلي:

که څه هم د افغانستان استازي او د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د هند او ځينو نورو اړخونو استازيو وويل چې پاکستان په سيمه کې د ترهګرو روزونکی دی او د افغانستان استازي ټينګار وکړ چې نړيوال بايد دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو مرکزونه په نښه کړي.

خو لېکوال ټینګار کوي چې دلته اوس د امنيت شورا پرېکړه ضروري ده چې بايد په عادلانه توګه يې وکړای شي او د افغانستان پر وړاندې د يرغل دفع کولو ته ملا وتړي.

لېکوال همدارنګه لیکلي، دا نه يوازې ترهګري ده، بلکې پر افغانستان يرغل دی او د ملګرو ملتونو پر يوه غړي او د نړيوالې ټولنې پر يوه ملت دا يرغل ستر جنايت دی او افغانان حق لري چې ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه يې په دفاع کې ودريږي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز ورځپاڼې لیکلي دي چې په پکتیا کې د ۹ ولسوالیو له سقوط وروسته افغان حکومت پرېکړه وکړه چې پاکستان سره د ډنډپټان پر سوداګریزې لارې له یاد هېواد سره د توکو لېږد رالېږد بند کړي.

د لېکوال په وینا، افغان چارواکو دا پرېکړه د دې لپاره وکړه چې د راوړونکو توکو د ګمرک پیسې د وسله والو طالبانو جېبونو ته لاړې نه شي.

ورځپاڼې لیکلي چې د ولسوالیو له سقوط او د افغان حکومت له دې پرېکړې وروسته نه یوازې دا چې عواید راکم شوي، بلکې هلته یې د سیمې د خلکو په کاروبار هم منفي اغېز کړی دی.

د لیکوال په وینا، په پکتیا کې د ډنډ پټان لویه لاره چې پکتیاوالو یې بار-بار له حکومته د ترانزیټ کولو غوښتنه کړې وه او ځینې چارې یې بشپړې شوې هم دي، خو د جګړو په زیاتېدو او د ولسوالیو له سقوط وروسته یاده لاره له نامالوم برخلیک سره مخ شوې ده.