د بدخشان چارواکي: پر مرکز فیض اباد د طالبانو ۲مه حمله په شا شوې

د بدخشان پولیس

د بدخشان ولایت پر مرکز فیض اباد د وسله والو طالبانو دویمه حمله په شا تمبول شوې ده.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند ثنا الله روحاني ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه پر فیض اباد له څلورو دروازو حملې پیل کړې، خو دولتي ځواکونو او ولسي پاڅونوالو شنډې کړي.

د روحاني په خبره، په وسله واله نښته کې د طالبانو د سرې قطعې یو قوماندان، ملا حافظ له ۲۰ نورو وسله والو سره وژل شوی او ۱۵ تنه نور وسله وال اسیران شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.