طالبانو هلمند کې د بُست راډیو نشراتي مسوول نعمت الله همت برمته کړی

طالبان

وسله والو طالبانو د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د بُست په نوم د یوې محلي راډیو د نشراتو مسوول نعمت الله همت برمته کړی دی.

په جنوب کې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسوول عبدالسمیع غیرتمل ازادي راډیو ته وویل، همت په ناوې ولسوالۍ کې خپل کور ته تللی و چې پرون طالبانو له کوره ایستلی او له ځان سره یې بیولی دی.

غیرتمل زیاته کړه: "د بُست راډیو د نشراتو مسول او د غرغښت ټلوېزیون خبریال طالبانو نیولی دی او له طالبانو سره دی. د هغه تفاهم او ژمنې پر اساس چې دوی له رسنیو سره کړې، زموږ غوښتنه او هیله دا ده چې نعمت الله همت ژر تر ژره خوشې شي."

پر لښکرګاه ښار د طالبانو تر وروستۍ حملې وروسته په دغه ولایت کې ټولو خصوصي رسنیو خپل نشرات درولي دي.