افغان ولسمشر سوداګرو ته: تر یوې میاشتې به ګمرکي تعرفې درته معاف شي

ولسمشر غني

افغان ولسمشر د خصوصي سکټور سوداګرو ته ویلي چې تر یوې میاشتې پورې به یې په ازمیښتي ډول ګمرکي تعرفې ورته معاف کړي.

محمد اشرف غني دا خبره پرون په ارګ کې د افغانستان د اتاقونو د فدراسیون له غړو او سوداګرو سره په یوه غونډه کې وکړه.

غونډه په دې هدف جوړه شوې وه چې سوداګر د لومړنیو خوراکي توکو او د هغو د وارداتو په برخه کې د رامنځته شوېو ستونزو د هواري پر لارو چارو خبرې وکړي.

دوی ته دا ستونزې وروسته تردې ډېرې شوې چې طالبانو د افغانستان په لویدیځ، شمال او جنوب ختیځ کې لږ تر لږه شپږ سوداګریز بندرونه ونیول.

سوداګرو او اړوندو چارواکو غونډه کې د لومړنیو توکو د تامین او د هغو د ستراتیژیکو زیرمو طرحې له ولسمشر سره شریکې کړې دي.