افغانستان کې د تنکیو ځوانانو د کرکټ روزنیز کمپ پای ته ورسید

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو روزنیز کمپ له ملي لوبډلې سره د همدې لوبغاړو په تمریناتي سیالۍ پای ته ورسېد.

دا روزنیز کمپ د دوو اونیو په مخه په کابل کې ترسره شو چې هدف یې د بنګله دیش په وړاندې راتلونکو لوبو ته د لوبغاړو چمتو کول و.

د افغانستان کرکټ بورد په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دې روزنیز کمپ کې ۲۶ لوبغاړو ته د توپ وهنې، توپ اچونې او ډګر ساتنې لارې چارې وښودل شوې.

د افغانستان او بنګله دیش د ۱۹ کلنو لوبډلې پنځه یو ورځنۍ او یوه څلور ورځنۍ لوبه کوي، خو کرکټ بورډ د دې لوبلړۍ د پيل کره نېټه نه ده یاده کړې.