جو بایډن وايي د طالبانو د حملو په وړاندې د مشرتابه او ارادې وخت دی

د امریکا ولسمشر جو بایډن

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه ټویټ کې ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن احساس کوي او دا یې ویلي چې افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونه د بریا لپاره روزنه، تجهیزات او غړي لري او اوس د طالبانو د حملو او تاوتریخوالي په وړاندې د مشرتابه او ارادې وخت دی.

ولسمشر بایډن په داسې حال کې پر افغان حکومت او افغان امنیتي ځواکونو حساب کوي چې د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړي د «بي-۵۲» او د سپکټر په نوم په وسلو سمبالو الوتکو ته امر کړی چې په افغانستان کې طالبان په نښه کړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امریکا «بي-۵۲» الوتکو د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې پر طالبانو بمباري کړې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا برید پرون ماښام شپږ نیمې بجې وشو او طالبانو ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د فواد امان په وینا د امریکايي الوتکې په بمبارۍ کې د طالبانو د ډېر شمېر وسلو او مهماتو ترڅنګ د هغو تر ۱۰۰ ډېرې نقلیه وسیلې هم ویجاړې شوې دي.

د ټایمز او مېل ورځپاڼو د راپور پر اساس د لښکرګاه، کندهار او هرات په شااوخوا کې د طالبانو مورچې بمبار شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.