چارواکي: وسله‌والو طالبانو د پنجشېر او لغمان ترمنځ استانه کلان سیمې برید کړی

ارشیف، د افغانستان پنجشېر ولایت یوه څنډه

د پنجشېر سیمه‌ییز چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د دې ولایت د ابشار او د لغمان ولایت د شاهین ولسوالۍ ترمنځ د استانه کلان پر سیمې برید کړی دی.

د ابشار ولسوال محمد سهراب دا خبره تأیید کړه او ویې‌ویل چې په دې سیمه کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې سختې شوې دي.

هغه په دې نښتو کې دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه‌ویل او د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې طالبانو پرون د دې ولسوالۍ یو شمېر سیمې ونیولې او ځان‌یې مرکز ته نږدې ور رسولی دی. دغه ادعا د پنجشېر سیمه‌ییزو چارواکو رد کړې ده.

د راپورونو له مخې په پنجشېر کې د وسله‌والو طالبانو د حملو د مخینوي لپاره له نږدې یوې میاشتې راهیسې څو پوځي مرکزونه جوړ شوي او په‌کې په سلګونو ځوانانو ته روزنه ورکول کېږي.

پنجشېر یو د افغانستان له هغو ولایتونو و چې د ۹۰مې لسیزې په وروستیو کې طالبانو د خپلې واکمنۍ په موده کې پرې بشپړه واکمني ټینګه نه‌شوی کړای.