د افغانستان دفاع وزارت: امریکايي الوتکو شبرغان کې پر طالبانو بمبار کړی

د امریکا یوه «بي-۵۲» الوتکه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د امریکا «بي-۵۲» الوتکو د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې پر طالبانو بمباري کړې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا برید پرون ماښام شپږ نیمې بجې وشو او طالبانو ته‌یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د فواد امان په وینا د امریکايي الوتکې په بمبارۍ کې د طالبانو د ډېر شمېر وسلو او مهماتو ترڅنګ د هغو تر سلو ډېرې نقلیه وسیلې هم ویجاړې شوې دي.

پرون ټایمز او مېل ورځپاڼو د امریکا د دفاع وزارت د سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې ولسمشر بایډن «بي-۵۲» او د سپکټر په نوم په وسلو سمبالو الوتکو ته امر کړی چې په افغانستان کې طالبان په نښه کړي.

د راپور پر اساس د لښکرګاه، کندهار او هرات په شااوخوا کې د طالبانو مورچې بمبار شوې دي.