د کندز ښار ځینو سیمو ته د طالبانو ننوتل او د خلکو امنیت په اړه د چارواکو ډاډ

ارشیف، د کندز ښار

سره له دې چې نن سهار وختي وسله‌وال طالبان د کندز ښار ځینو سیمو ته ننوتي، د دغه ولایت چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې امنیت به‌یې خوندي کړي.

راپورونه وايي چې د ښار په ځینو برخو کې خورې ورې نښتې روانې دي، خو مهمې دولتي ودانۍ لکه د ولایت مقام، امنیه قومانداني، د ملي امنیت ریاست، هوايي ډګر، ښاروالي او نورې دولتي ادارې د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

کندز تر دې وړاندې دوه ځلې د وسله‌والو طالبانو لاس ته د لنډ وخت لپاره لوېدلی و.