پکتیا چارواکي: پر مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه په شا شوي

پکتیا کې امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د پکتیا امنیتي چارواکي وايي، په مرکز او ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو بریدونه یې په شا کړي.

په پکتیا کې د ۲۰۳م تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولایت د مرکز په ګډون په احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل .

مومند وایي، دغه بریدونه چې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخامخ شول، وسله والو طالبانو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.

دی وایي، په دې نښتو کې د هوایي او توپچي ځواکونو په ملتیا ۳۵ وسله وال طالبان ووژل شول او له ۲۰ زیات ټپیان شول.

نوموړی وایي، په دې ځوابي بریدونو کې یې د وسله والو طالبانو څلور عرادې وسایط او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

په دې جګړه کې افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.

مومند وایي، د وسله والو طالبانو په بریدونو کې ۵ افغان سرتیري وژل شوي او اته تنه ټپيان شوي دي.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغو بریدونو ته په اشارې په ټوېټر ليکلي چې د پکتیا په مرکز کې یې دوې پوستې نیولي، ۲۴ سرتیري یې وژلي، ۵ یې ټپيان کړي او ۹ نور یې ژوندي نیولي دي.