اوسیدونکي: تېره شپه د کندز او تالقان ښارونه د سختو جګړو شاهدان وو

د کندز ښار

د کندز ښار تېره شپه د سختو جګړو شاهده وو، وسله والو طالبان له څلورو استقامتونو پر ښار برېدونه پيل کړي وو او ان د ښار فضا کې مرمۍ له مرمۍ سره جنګېدلې.

دې روان حالت د کندز ولایت اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي دي.

د کندز ښار د ګوټې ګرد د سیمې یو اوسېدونکی رحمت الله وايي: "د شپې مې د جګړو له لاسه خوب نه دی کړی، لا هم د ښار په نژدې څنډو کې جګړه روانه ده. په کورونو کې مرمۍ او راکټونه لګېدلي."

یو شمېر کندزیان وايي، که ډېر ژر د کندز روان وضعیت ته پاملرنه ونه شي، ښايي دغه ولایت د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شي.

خو د کندز امنیتي چارواکي وايي، افغان ګډو ځواکونو د طالبانو بریدونه په شاتمبولي او دمګړۍ د ښار وضعیت د دولتي ځواکونو په کنټرول کې دی.

د کندز د امنېه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني په دې اړه وویل: "په مختلفو سیمو کې دښمن ته مرګ ژوبله اوښتې ده او په شا وتمبول شول. موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې امنیتي او دفاعي ځواکونه دښمن ته د سر پورته کولو اجازه نه ورکوي."

وسله والو طالبانو تېره شپه نه یوازې پر کندز ښار بلکې د تخار ولایت پر مرکز تالقان ښار هم برېدونه پیل کړي وو او ټوله شپه د تالقان ښار د درنو جګړو شاهده وو.

خو د تخار امنیتي چارواکي بیا خلکو ته ډاډ ورکوي چې افغان ګډو ځواکونو د وسله والو طالبانو برېدونه په شا تمبولي او دا مهال د تالقان ښار امنیتي وضعیت د دولتي ځواکونو په کنټرول کې دی.