کونړ کې سوداګر او هټیوال؛ جګړو یې سوداګري کمزورې کړې

د کونړ مرکز اسعد اباد

په کونړ کې سوداګر او عام هټیوال وايي، جګړو يې سوداګري او کاروبار کمزوری کړی دی.

د دوی په خبره، پخوا به له ولسوالیو او لېرې پرتو سېمو هټیوال او عام وګړي سوداګانو پسې راتلل، خو د جګړو زیاتېدو سره اوس کډوال شوي دي.

په کونړ کې سوداګر په هېواد او په ځانګړي ډول په یاد ولایت کې د جګړو له زیاتوالي او د دوی د کاروبارونو له کمزورتیا شکایت کوي.

هاخو د کونړ چارواکي هم مني چې کرونا او جګړو يې په ولس او سوداګرو بده اغېزه کړې ده.

د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل: "موږ اسعداباد کې د نړیوال بانک په مرسته ۴۵۰۰ دوکانونه سروې کړي چې له دې څخه به ۲۵۰۰ کسانو سره نغدي مرستې کېږي. په دوی کې هټیوال، په لاسي کراچیو سودا پلورونکي او مزدوري کوونکي شامل دي."

په کونړ کې په داسې حال کې سوداګر او عام خلک د جګړو د زیاتوالي او د کارونو له کمزوتیا شکایت کوي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.

طالبانو د نږدې ۲۰۰ ولسوالیو په ګډون څو بندرونه هم نيولي چې د خلکو پر خبره، همدې جګړو سوداګري زیانمنه کړې ده.