اروپايي ټولنه د بلاروس او لېتوانیا پر غیر قانوني سرحدي لارو غږیږي

د بلاروس او لېتوانیا ترمنځ پوله

سلووینیا چې د اروپايي ټولنې دوره یي مشري کوي پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) وویل، د دې ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به د اګسټ په اتلسمه په خپله فوق العاده غونډه کې له بلاروس څخه لېتوانیا ته د غیرقانوني سرحدي لارو د زیاتېدو په اړه بحث وکړي.

رویټرز خبري اژانس د هغو مکتوبونو پر اساس چې د سلووینیا له خوا د اروپايي ټولنې ډپلوماتانو ته استول شوي وايي، په دې ویډیو کنفرانس کې به د فرونټکس یا د اروپايي ټولنې د سرحدي ادارو او د یورو پول استازي هم ګډون وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې د دې مکتوب په متن کې راغلي چې د لېتوانیا او بلاروس د سرحد په اوږدو کې د روان وضعیت په نتیجه کې اروپايي ټولنه له جدي امنیتي ګواښ سره مخامخ ده او له بلاروسه د دې هېواد د حکومت په مرسته د غیر قانوني مهاجرتونو په لاره بدله شوې ده.

پولنډ هم د اګست په پنځمه نېټه پر بلاروس تور ولګاوه چې دې هېواد ته یې ډېر زیات کډوال اړولي دي.

پولنډ وايي، بلاروس دا اقدام د وارسا د هغې پرېکړې په غبرګون کې کړی دی چې بلاروسۍ ورزشکارې کریسڅینا څیمانووسکایا ته یې سیاسي پناه ورکړه.

څیمانووسکایا د توکیو د المپیک له لوبو د راستنېدو پر مهال بلاروس ته له تللو ډډه وکړه.