۲۱۵م قول اردو: هلمند کې یو طالب مشر له ۴۰ ملګرو سره ووژل شو

د افغان ځواک الوتکې

په هلمند کې د ملي اردو یو چارواکی ادعا کوي چې د دې ولایت لپاره د طالبانو د سرې قطعې مشر له ۴۰ ملګرو سره ووژل شو.

د ۲۱۵م قول اردو قوماندان سمیع سعادت ازادي راډیو ته وویل چې مولوي مبارک او ملګري یې نن جمعه (د زمري ۱۵مه) په لښکرګاه ښار کې په هوایي بریدونو کې ووژل شول.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د جګړې دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو دا ډول ادعاوې تل کوي چې تاییدل یې ګران کار دی.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې جګړه له دوو اونیو راهیسې روانه ده چې له امله یې په سلګونو کورنۍ له خپلو اصلي مېنو بې ځایه شوي دي.