ابراهیم رئیسي د ایران د ولسمشر په توګه لوړه وکړه

د ایران پارلمان کې د ابراهیم رییسي د لوړې مراسم

سخت محافظه کاره ابراهیم رییسي د قضا پخوانی مشر دی او امریکا ورباندې په زرګونو اعدامونو کې د لاس درلودو په تور بندیزونه لګولي او ویلي يې دي چې رییسي د قضا د مشر په توګه د خپل کار پر مهال له بشري حقونو سرغړونه کړې ده.

رییسي د لوړې د مراسمو پر مهال په خپلو خبرو کې وویل: "زه به ځان د خلکو خدمت، د هېواد عزت، د مذهب او اخلاقو ترغیب ته وقف کړم او د حقیقت او عدالت ملاتړ به کوم."

د اګسټ په درېیمه نېټه د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د قضا دغه پخوانی ناندریز مشر د ولسمشر په توګه تایید کړ. له دې سره رییسي د پخواني منځلاري ولسمشر حسن روحاني ځای ناستی شو.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي د قضا دغه پخوانی ناندریز مشر د ولسمشر په توګه تایید کړ

د روحاني مهمه لاسته راوړنه د ایران او نړۍ د قدرتونو تر منځ په ۲۰۱۵میلادي کال کې د اټمي موافقې لاسلیک وو.

امریکا وروسته له هغه بېرته پر ایران بندیزونه ولګول چې د هغه وخت ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸میلادي کال کې خپل هېواد له اټمي موافقې وایست او له بندیزونو سره د ایران اقتصاد ته سخت زیان ورسېد.

د رییسي د لوړې په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون وکړ

د ایران د اقتصادي بحران حل د رییسي د اجنډا په سر کې دی او همدا راز رییسي غواړي چې د نړۍ له قدرتونو سره اټمي موافقه وژغوري.

رییسي د لوړې مراسمو کې وویل چې پر ایران بندیزونه باید له منځه لاړ شي او دې هدف ته د رسېدو لپاره به د هر ډپلوماټيک پلان ملاتړ وکړي.

د روان کال له اپرېله تر جون میاشتې پورې د ایران او نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې په اړه شپږ ځلي مذاکرات وشول، خو تراوسه یې د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.

د رییسي د لوړې په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون وکړ.