اروپايي ټولنه: له بشري حقونو سرغړوونکو طالبانو سره دې حساب وشي  

ارشیف، د پکتیا یو شمېر وسله وال طالبان

د اروپايي ټولنې لوړپوړي چارواکي وايي، له بشري حقونو سرغړوونکو طالبانو سره باید حساب وشي.

یادې ټولنې د پنجشنبې (د زمري ۱۴مه) په ورځ په افغانستان کې د یوه بېړني، پراخ او دایمي اوربند غوښتنه وکړه او ويې ویل چې سولې ته باید یو فرصت ورکړل شي.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بورېل او د بحران د اداره کولو په چارو کې د اروپايي ټولنې کمېشنر یانیز لینارچیچ Janez Lenarcic په یوه ګډه اعلامیه کې په ټول افغانستان کې د طالبانو د تاوتریخوالي زیاتوالی وغانده.

دوی په اعلامیه کې زیاته کړې چې په ځانګړي توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د بشري او نړیوال قانون اصول تر پښو لاندې کېږي لکه پرته له محاکمې د ملکیانو وژنه، د ښځو صحرايي محاکمه او د عامه تاسیساتو تخریب.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې۱،۶۵۹ ملکیان وژل شوي او۳،۵۲۴ ټپیان شوي دي چې دا د ۲۰۲۰میلادي کال د همدې مودې پرتله ۴۷ فیصده زیاتوالی ښيي.