کاناډا: د افغان ترجمانانو او کابل کې د سفارت کارکوونکو لومړۍ ډله راورسېده

ارشیف، د کاناډا مرکز ټورنټو

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر خبر ورکوي چې د افغان ترجمانانو، په کابل کې د کاناډا سفارت د کار کوونکو او هغوی د کورنیو لومړۍ ډله کاناډا ته رسېدلې ده.

مارکو مینډیسینو د پنجشنبې(د زمري ۱۴مه) په ورځ په دې اړه یوه خبري کنفرانس ته وویل: "زه ټينګار کوم چې د دې پروګرام له لارې به کاناډا ته د زرګونو افغانانو هرکلی وشي. او د کورنۍ د غړیو د تعریف برخه کې مو پراخه تګلاره غوره کړې ده. د بېلګې په توګه ټول شموله تګلاره د کډوالۍ د دې ځانګړي پروګرام یوه مهمه برخه ده."

ارشیف، یو شمېر کډوال

ډېری افغانانو چې په افغانستان کې يې د کاناډا او نورو ناټو هېوادونو سره کار کړی، پر دوی د طالبانو له حملو اندېښنه څرګنده کړې.

کاناډا تېره میاشت اعلان وکړ چې دوی به افغانانو ته په دې هېواد کې پناه ورکړي، ځکه د چارواکو په وینا په افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ پر خرابېدو دی.

تردې مخکې روانه اوونۍ واشنګټن هم اعلان وکړ چې زرګونه نور افغانان به چې په افغانستان کې له امریکايي ادارو سره د کار کولو په خاطر ممکن د طالبانو هدف وي، په امریکا کې د پناه لپاره د مېشته کېدو فرصت ولري.

په افغانستان کې د کاناډا جنګي ماموریت یوه لسیزه مخکې پای ته ورسېد.

د جګړې موزیم چې د کاناډا دولتي اداره ده، د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې د دې هېواد ۱۵۸ سرتیري وژل شوي.

دې هېواد د ۲۰۱۱میلادي کال راهیسې ۸۰۰ افغان ترجمانانو او هغو کسانو ته پناه ورکړې چې په افغانستان کې يې له کاناډايي ادارو سره کار کړی وو.