د تاوتریخوالي زیاتوالی؛ عبدالله او بلېنکن: د سولې خبرې دې چټکې شي

انتوني بلېنکن پرون پنجشنبه (د زمري ۱۴مه) له عبدالله عبدالله سره خبرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پنجشنبې (د زمري ۱۴مه) په ورځ د افغانستان د ملي مصالحې شورا له رییس سره د سولې د مذاکراتو او په هېواد کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وايي چې انتوني بلېنکن او عبدالله عبدالله په افغانستان کې د طالبانو د حملو د دوام، د بې ګناه افغانانو د وژل کېدو او ملکیانو د بې ځایه کېدو په اړه خپګان څرګند کړ.

د اعلامیې له مخې، ښاغلي بلېنکن او ښاغلي عبدالله د افغانستان د سولې د مذاکراتو د چټکولو او یوې سیاسي حل لارې ته د رسېدو په اړه چې په کې د ښځو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه خوندي وي، خبرې وکړې.

  • د ملګرو ملتونو فوق العاده غونډه

په همدې حال کې ټاکل شوې ده، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په فوق العاده غونډه کې د جمعې په ورځ بحث وشي.

په دې اړه نور: نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه جوړوي
  • افغان حکومت له دې غونډې څه تمه لري؟

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد یې په اړه وايي: "د افغانستان اسلامي جمهوري دولت تمه لري چې په چټکۍ سره د تاوتریخوالي بندېدو او طالبانو د حملو درېدو په اړه بیړنۍ پرېکړه وشي. د بشري حقونو د ناورین د مخنیوي په خاطر چې د طالبانو د حملو په نتیجه کې روان دی، مخه ونیول شي. موږ تمه لرو چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه وکړي چې د افغانستان د سولې مذاکرات چټک شي او په نږدې راتلونکي کې د سولې توافق ته ورسېږو."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

د ملګرو ملتونو امنیت شورا فوق العاده غونډه د افغانستان پر غوښتنه جوړیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ له خپل هندي سیال اېس جې شنکر سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال د دې غونډې غوښتنه وکړه.

په دې اړه نور: د روان وضعیت په اړه له ملګرو ملتونو نه د افغانستان غوښتنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، اوس مهال د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوروي مشرتابه هند پر غاړه لري.

  • اروپايي ټولنه

په همدې حال کې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طالبانو زیات شوی تاوتریخوالی غندلی دی.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست رییس جوزېپ بورېل او د بحران اداره کولو په چارو کې د اروپايي ټولنې کمېشنر یانیز لینارچیچ پرون پنجشنبه (د زمري ۱۴مه) په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د طالبانو نظامي عملیات د اختلافاتو د حل لپاره د دوحې په بهیر کې د دې ډلې له ژمنو سره په مستقیم تضاد کې دي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست رییس جوزېپ بورېل

په اعلامیه کې ویل شوي چې د بشري حقونو له نړیوال قوانینو سرغړونه په ځانګړي توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې لکه پرته له محاکمې د ملکیانو قتل، په عام محضرکې ښځې په دُرو وهل او د تاسیساتو له منځه وړل د دې هېواد د تباهۍ لامل ګرځي.

د اعلامیې پر اساس، له دغو اقداماتو ځينې يې جنګي جنایت ګڼل کېدای شي او طالب جګړه ماران یا قوماندانان یې چې د دغو پيښو مسوول دي، باید ځواب ووايي.

په دې اړه نور: اروپايي ټولنه: له بشري حقونو سرغړوونکو طالبانو سره دې حساب وشي  

وروسته له هغه چې امریکايي او د نورو ناټو غړيو هېوادونو ځواکونه د مې میاشتې په لومړۍ نېټه له افغانستانه وتل پیل شول، طالبانو په دې هېواد کې خپلې حملې زیاتې کړې.

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ، د هلمند ولایت لښکرګاه ښار او د هرات ښار په ګډون د دې ولایت په یو شمېر سیمو کې سختې جګړې وشوې او د راپورونو له مخې دا جګړه په ځانګړي توګه په لښکرګاه کې جګړه اوس هم روانه ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د موندنو پر اساس طالبانو په دې وروستیو کې د سپین بولدک له نیولو سره د ملکیانو په وژلو او خلکو شتمنیو په لوټ او تالان لاس پورې کړ.

که څه هم طالبانو د ملکیانو د وژلو ادعاوې رد کړي دي، خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په وینا تراوسه د ۴۰ قربانیانو هویت پېژندل شوی دی.