چارواکي: سږ په هرات کې د معتادینو راټولولو پروګرام نه دی عملي شوی

یو شمېر معتادین

هرات د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې بهرنیو هېوادونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو لاره بلل کېږي، ځکه نو په دې ولایت کې نشه يي مواد اسانه او ارزانه پيدا کېږي.

د دې ولایت پر اصلي اوسېدونکو معتادینو سربېره د افغانستان د نورو ولایتونو زرګونه هغه معتادین هم د هرات پر واټونو شپې او ورځې تېروي چې له ایرانه را شړل شوي دي.

د هرات ولایت د معتادینو د درملنې مرکزونو مسوول محمد عارف وايي چې سږکال په دې ولایت کې د معتادینو راټولولو هېڅ ډول پروګرام نه دی عملي شوی، ځکه خو په دې ښار کې معتادین ډېر شوي او خلک يې اندېښمن کړي دي.

ښاغلی عارف زیاتوي: ‌"په تېر يوه کال کې د معتادينو په شمېر کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی، حکومت په روان کال کې د معتادينو راټولولو لپاره هېڅ ډول پروګرام نه دی عملي کړی، په تېرو کلونو کې به مو په کال کې معمولاً یو يا دوه پروګرامونه درلودل چې معتادين به مو له ښاره راټولول، خو د ځينو دلايلو له مخې مو په روان کال او ان دا چې د تېر لمريز کال په وروستيو مياشتو کې مو هم د معتادينو راټولولو پروګرام نه درلود."

هرات کې یو تن معتاد

د هرات خلک داسې مهال له بې سرپناه معتادينو څخه سر ټکوي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معتادینو د درملنې په برخه کې د بهرنیو مرستو په سلو کې د اتیا کموالي خبره کوي.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې تر دې وروسته به د معتادینو د درملنې لګښت له عادي بودجې څخه ورکول کېږي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې په دې ولایت کې نشه يي موادو ته اسانه لاسرسی د دې لامل شوی چې بې روزګاره ځوانان د نشه يي موادو د مافیايي ډلو په لومو کې ونښلي او معتاد شي.

دوی له خلکو غواړي چې په خپلو سیمو کې د نشه يي موادو د خرڅلاو او دغه ډول د نشه يي موادو له خرڅوونکو سره په مبارزه کې له حکومت سره مرسته وکړي.

د هرات د ولایتي شورا غړی عبدالرحمن مرادي بيا له نشه يي موادو سره مبارزه کوونکي ادارې په بې غورۍ تورنوي.

مرادي زیاته کړه، د هرات ولايت بزګرو د کوکنارو د ورکېدو لپاره د زعفرانو کښت غوره کړ.

دی وايي چې په هرات کې د معتادینو ډېروالي د دې ښار روغ ځوانان هم نشو ته هڅولي دي، که د معتادینو را ټولولو ته پام و نه شي، نو د هرات خلک به له لوی ناورین سره مخ شي.

مرادي زیاته کړه: "د هرات ولايت بزګرو د کوکنارو د ورکېدو لپاره د زعفرانو کښت غوره کړ، ولې له بده مرغه معتادین د هرات ښار د واټونو پر ګلدانونو ناست دي او نشې کوي چې هم د هرات د خلکو حيثیت ته زيان رسوي، هم د ښار ښکلا خرابوي او هم د کورنۍ ترمنځ د جلاوالي سبب کېږي. له بده مرغه ځوانان چې زموږ کاري ځواک دی، زموږ له لاسه وځي، داسې يو اقدام چې په ښار کې باید معتادین و نه اوسېږي له بده مرغه نه دی شوی."

د هرات د عامې روغتیا ریاست د اټکل له مخې په دې ولایت کې پنځه زره بې کوره معتادین اوسېږي چې اوس مهال د دې ولایت د درملنې په ۱۸ مرکزونو کې یوازې د ۶۰۰ معتادینو درملنه کېږي.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان-راپور