په خوست کې ۴۸ کیلو چرس او لېږدونکي يې نیول شوي

نیول شوي نشه يي توکي

په خوست کې پولیسو ۴۸ کیلو چرس، یو موټر او د یادو نشه يي توکو دوه تنه لېږدونکي نیولي دي.

نن د پنجشنبې (د زمري ۱۴مه) په ورځ خوست امنیه قوماندان سمونوال سیف الله سرحدي ازادي راډیو ته وویل، نیول شوېو کسان غوښتل، دا نشه يي توکي د پکتیا د څمکنیو څخه خوست ته ولېږدوي چې د موسی خېلو په ولسوالۍ کې د پولیسو له خوا ونیول شول.

نوموړی زیاتوي، د نشه يي توکو سره یو موټر او د هغې دوه لیږدونکي هم نیول شوي دي.

سمونوال سیف الله سرحدي وايي، نیول شوي کسان به د تحقیقاتو په خاطر عدلي او قضايي ادارو ته ور وپېژندل شي.

نوموړی وړاندې وايي: "یو عراده کرولا موټر سره دې دوه عاملینو يې چې دوی په دې موټر کې په ډېر ماهرانه شکل چرس ځای پر ځای کړي وو چې ۴۸ کیلو وزن لري او په ۴۲ پاکټونو کې ځای پر ځای شوي دي، دوی غوښتل دا مواد د شهرنو له خوا نه خوست ته داخل کړي چې زموږ اتلو پولیسو د موسی خېلو په استقامت کې د تلاشۍ په جریان کې کشف کړل چې دوی به بعدي اجرااتو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کېږي. "

خوست د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې نشه يي توکي په کې نه کرل کېږي، خو کارونکي ېې ډېر دي او د نشه يي توکو قاچاقبران يې په پټه له بېلابېلو سیمو دې ځای ته ور وړي.