ننګرهار چارواکي: هغه کس وژل شوی چې سرخرود کې یې پلچکونه الوزولي وو

ویجاړ شوی پلچک

د ننګرهار چارواکي د هغه کس د وژلو ادعا کوي چې تېره شپه یې د سرخ رود په فتح اباد سیمه کې درې پلچکونه په بمونو الوځولي وو.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته په را استول شوېو معلوماتو کې ویلي چې د ننګرهار سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سیمه کې وسله والو طالبانو تېره شپه درې پلچکونه په بمونو الوځولي وو چې د امنیتي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د نجیب په نوم هماغه کس له اته نورو وسله والو طالبانو سره یوځای ووژل شو چې پلچکونو ته یې بمونه ايښي وو.

د رالېږل شویو معلوماتو له مخې، د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د پلچکونو ویجاړول جنایت بللی او ځایي مسؤلانو ته یې د ژر رغونې سپارښتنه کړې ده.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې هم په دغه سیمه کې یو پلچک په بمونو الوځول شوی و چې ورسره د ننګرهار ۴ ولسوالیو ته د تګ راتګ پر مهال خلک له ستونزو سره مخ شوي وو.

وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.