ملي امنیت: د لغمان د بادپښ ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیول شوه

د لغمان د بادپښ ولسوالۍ

د افغانستان د ملي امنیت ځواکونه وايي، د لغمان د بادپښ ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو څخه نېولې ده.

د ملي امنیت د ۰۲ قطعې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې قطعې ځواکونه تېره شپه د بادپښ ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو ونیوله.

ملي امنیت د دې ولسوالۍ د بېرته نېولو په عملیاتو کې د اوو طالب وسله والو د وژل کېدو ادعا هم کړې ده.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دې ډلې په وروستیو څو میاشتو کې د لغمان په شمول څو ولایتونو کې ګڼې ولسوالۍ له افغان حکومت څخه نېولې دي.