افغانستان: بېلابېلو هېوادونو ته صادراتو کې۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

ارشیف، له کابل هوايي ډګره صادریدونکي توکي

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې بېلابېلو هېوادونو ته په صادراتو کې۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د دغه وزارت په اعلامیه کې د سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني له قوله ویل شوي چې روان کال د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د صادراتو د زیاتوالي او سوداګریزو چارو د سمون لپاره څو تړونونه لاسلیک شوي وو چې ورسره د سبزیو او مېوو په صارداتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

د غوریاني په خبره وچه مېوه او زعفران د افغانستان له عمده صادراتي توکو حسابېږي او د اینجې 'هېنګ' بوټي د پروسس او بسته بندي او د صادارتو د څرنګوالي په موخه له څو خصوصي او دولتي بنسټونو سره د همکارۍ تړونونه تر لاس لاندې دي.

د صنعت وزارت وايي، ټاکل شوې چې د متحده عربي اماراتو په دُبۍ ښار کې ډېر ژر یو شپږ میاشتنی نړیوال نندارتون هم جوړ شي.

د دغه وزارت چارواکي زیاتوي چې دغه نندارتون کې د افغاني توکو د ګډون او نندارې ته د اېښودلو لپاره چمتوالی روان دی.