روسیه کې دوه خبري چینلونه چې پر کرملین یې نیوکې کولې، تړل شوي

کرملین ماڼۍ

د روسیې د رسنیو چارواکو دغه هېواد کې دوه خبري چینلونه چې پر کرملین یې نیوکې کولې، تړلي دي.

د 'Open Media' او 'MBKH' په نوم دغو چینلونو پرون وویل چې کاروونکي یې د دوی وېب پاڼو ته لاس رسی نه لري.

دوی ویلي، تراوسه یې د چارواکو له خوا هېڅ داسې معلومات نه دي ترلاسه کړي چې وښيي، ولې یې د دوی رسنۍ تړلې دي.

د ازادو رسنیو پر وړاندې د روسیې دا تازه ګام داسې مهال پورته کېږي چې دغه هېواد کې راتلونکې سېپټمبر میاشت پارلماني ټاکنې کېږي.

دا دوه خبري چینلونه د کرملین د منتقد میخایل خودورکوسکي له خوا حمایه کېږي، نوموړی روسیه کې له لس کلن زندان وروسته لندن ته تللی دی.