چارواکي: زابل او ننګرهار کې ۳۰ وسله‌والو مخالفانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

ارشیف، د افغان ځواکونو عملیات

افغان امنیتي چارواکي وايي، په زابل او ننګرهار کې یې ۳۰ وسله‌والو مخالفانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

دفاع وزارت وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواک په ملاتړ ۲۰ تنه مخالف وسله‌وال د زابل ولایت مرکز ته څېرمه په ترنَک او جلدک سیمو کې په نښه کړل چې ۸ یې ووژل شول او ۱۲ نور ژوبل شول.

له بلې‌خوا د ننګرهار د والي مطبوعاتي دفتر وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې ۶ وسله‌وال طالبان وژلي او ۴ نور یې ټپیان کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې نښته کې دوه سرتېري هم وژل شوي او یو ټپي دی.

طالبانو د دواړو پېښو په اړه څه نه‌دي ویلي.