د ۲۰۹م شاهین قول اردو: د بامیانو لپاره د طالبانو والي وژل شوی

د افغانستان په نقشه کې د بامیانو ولایت

د افغانستان شمال کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د بامیان ولایت لپاره یې د وسله والو طالبانو ځانبولی والي وژلی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي ازادي راډیو ته وویل چې مولوي انس د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ووژل شو.

د ده په ادعا په دې برید کې ۴۰ طالبان وژل شوي او ۱۳ ټپیان شوي دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د مولوي انس وژل کېدا رد کړې ده.