ناټو سږ له افغان ځواکونو سره د ۷۲ میلیونه ډالرو په ارزښت مرسته کړې

افغان ځواکونه له تجهیزاتو سره

ناټو وايي، په ۲۰۲۱میلادي کال کې یې له افغان امنیتي ځواکونو سره د ۷۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د تجهیزاتو مرسته کړې ده.

د ناټو په پرونۍ اعلامیه کې راغلي چې په دغو مرستو کې طبي وسایل، د بمونو د شنډولو وسایط او دستګاوې شاملې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د مرستو وروستۍ بسته تېره دوشنبه افغان ځواکونو ته سپارل شوې ده.

د ناټو یوه ویاند دایلَن وایټ د افغانستان اوسنی وضعیت له چلنجونو ډک وباله او ویې ویل چې له افغانستانه به د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره- سره له افغانستان او د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو د دوی ملاتړ دوام کوي.

د سږکال مرسته د ملي اردو د تمویل له صندوقه چې ناټو ایجاد کړی، ورکول شوې ده.

د ناټو په وینا په ۲۰۱۷میلادي کال کې د دغه مرستندوی صندوق له ایجاد سره شااوخوا درې نیم میلیارډه ډالره راټول شوي چې له دې ډلې ۴۴۰ میلیونه ډالره د افغان ځواکونو پر تجهیزاتو او وسایطو لګول شوي دي.