هلمند کې جګړه؛ افغان هوايي ځواک د امریکا په ملاتړ پر لښکرګاه درنې حملې وکړې

ارشیف، لښکرګاه کې امنیتي سرتیري

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د جګړو دوام، دغه ښار په یوه چوپتیا کې ډوب کړی، خو هغه څه چې اورېدل کېږي، د وسلو د ډزو او بمباریو غږونه دي.

د لښکرګاه اوسېدونکی بهاالدین خان وايي، په دې ښار کې د ده په څېر ګڼ کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته مجبوره شوي: "غواړم له دې ښاره مهاجر شوم. ټول مسلمانان لاړل. له هوا بمبار کېږي پر لارو هم طالبان دي، وضعیت خراب دی. وضعیت ښه نه دی."

د لښکرګاه بل اوسېدونکی حاجي میرویس وايي، روان وضعیت او وسله والو شخړو په زرګونو کسان بې کوره کړي دي.

هغه د جګړې له ښکېلو لوریو وغوښتل: "د خدای په لحاظ که طالب زما غږ اوري یا حکومت، ولې خلک در په دره کوئ. په هلمند کې داسې حال دی، بمباري ده، یو سړی هم له خپله کوره نه شي وتلی. له دفاع وزارته غواړو چې پر ښار بمباري ونه کړي."

میرویس وايي، روان وضعیت او وسله والو شخړو په زرګونو کسان بې کوره کړي دي.

د لښکرګاه ځینې اوسېدونکي وايي، د ښار په څنډو کې د جګړو له شدت سره له پرون سې شنبه هوايي حملې هم سختې شوې.

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د افغانستان د هوايي ځواک حملې د امریکا د متحدو ایالاتونو په ملاتړ شوي دي، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

بل خوا د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان، سمیع سادات د لښکرګاه له ښاریانو وغوښتل که یې طالبان سیمو او کورونو ته پناه وړي، دوی دې د ځانونو د خوندیتوب لپاره ورڅخه ووځي.

هغه د دې تصمیم له کبله له خلکو بخښنه وغوښته: "پوهېږم چې دا به تاسو ته ډېره سخته وي، ما ته هم سخته وه چې دا تصمیم ونیسم. زه نه غواړم زموږ خلک خوږ شي، د خپلو خلکو لپاره جنګ کوو. د خپلو وروڼو، خویندو او ملت لپاره جنګ کوم. هیله مې دا ده چې که څو ورځې بې ځایه کېږئ په خپله بزرګۍ موږ وبخښئ. هرځای ته چې طالبان راځي تاسې عاجل له هغو ساحو ووځئ چې موږ پر هغو ساحو اجراات کوو."

تام کیسي وویل، د هلمند دولتي روغتون کې وضعیت ډېر خراب دی او بسترونه ډک شوي دي.

په هلمند ولایت کې د جګړې دوام، د ملګرو ملتونو سازمان او د بشري حقونو د ملاتړ نور بنسټونه هم اندېښمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پرون سې شنبه وویل چې یوازې په لښکرګاه کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې لږ تر لږه ۴۰ ملکیان وژل شوي او نږدې ۱۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

یوناما ویلي، که د جګړې ښکېل اړخونه د ملکیانو خوندیتوب ته پام ونه کړي، افغانستان کې به یوه غمیزه رامنځته شي.

هاخوا د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې ویاند، تام کیسي پرون سې شنبه ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د هلمند دولتي روغتون کې وضعیت ډېر خراب دی او بسترونه ډک شوي دي.

ده وویل، دوی یوازې په هلمند کې د جګړې ټپیانو ته د درملنې امکان برابروي.

د هلمند مرکز لښکرګاه له څو ورځو راهیسې د سختو جګړو شاهد دی چې دواړه لوري په کې د پرمختګونو ادعا کوي.

ښاغلی خلیلزاد وايي، د جګړې دوام یوازې افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې په دغه ښار کې یې پرمختګونه کړي دي. د څو نړیوالو رسنیو د راپورونو په حواله، د هلمند د ۱۳ ولسوالیو له ډلې ۹ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د هلمند تر څنګ په څو ولایتونو کې د جګړو له دوام سره جوخت د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی، که افغانان پر یوه سیاسي موافقه سلا نه شي، امکان لري افغانستان له یوه دوامداره جنګ سره مخامخ شي.

ښاغلي خلیلزاد له ازادي راډیو سره په تازه مرکه کې ویلي، د جګړې دوام یوازې افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي او بله نتیجه به ونه لري.

هغه د سولې له روانو مذاکرو هم نارضایتي وښوده چې ۱۱ میاشتې مخکې په قطر کې پیل شوي خو تر اوسه یې د پام وړ نتیجه نه تر سترګو کېږي.