لینا علم د 'امجن انډیا نړیوال نندارتون' د څارونکي پلاوي غړې وټاکل وشوه

د افغانستان سینما پېژندل شوې هنرمنده لینا علم

د افغانستان سینما پېژندل شوې هنرمنده لینا علم د «۲۰۲۱ کال د امجن انډیا د نړیوال نندارتون» د څارونکي پلاوي غړې ټاکل شوې ده.

دا پروسږ کال هم د دې نندارتون د څارونکي پلاوي غړې وه.

مېرمن علم ازادي راډیو ته وویل: "کوم فلمونه چې یې ماته را استولي باید تر ټولو غوره هنرمندان په‌کې انتخاب کړم. له ۱۷ هېوادونو ۲۹ فلمونه د سیالیو لپاره غوره شوې دي."

دا نندارتون د سپټمبر له ۲۴مې د اکټوبر تر نهمې د اسپانیا په مادرید کې ترسره کېږي.