شاهین قول اردو: پر شبرغان د طالبانو د حملې له تمبولو سره ۵۷ تنه‌یې ووژل شول

ارشیف، جوزجان کې یو شمېر افغان ځواکونه

د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د شبرغان پر ښار یې د طالبانو حملې شاته تمبولې دي.

له تېرې شپې تر نن سهاره د جوزجان د مرکز شبرغان شااوخوا سختې جګړې وې.

د راپورونو له مخې طالبان هڅه کوي چې د جنوب او ختیځ له لوري د شبرغان ښار ته ننوځي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي نن ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو پر ډلو د شبرغان په جنوب کې د حسن تابین په کلي کې او د دې ښار ختیځ لور ته د صوفي قلعه په سیمه کې بمباري شوې ده چې د طالبانو ۵۷ کسان وژل شوي دي.

ښاغلی رضايي زیاتوي: "په مجموع کې د دوی د درې قوماندانانو په ګډون ۵۷ کسان تېره شپه وژل شوي دي."

ښاغلي رضایي دا ادعا هم وکړه چې د دې هوایي بریدونو پر مهال د طالبانو ۱۸ تنه ټپان شوي دي.

طالبان ادعا کوي چې د صوفي قلعه سیمه‌یې نیولې ده، خو چارواکي دا ادعا بې‌بنسټه بولي.