یوناما: د افغان جګړې ښکېلې غاړې دې ملکي خوندیتوب ته ډېره هڅه وکړي

ارشیف، د هرات یو روغتون

ملګري ملتونه وایي، د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوې باید د ملکیانو خوندیتوب ته ډېره هڅه وکړي، که نه ناورین به رامنځته شي.

افغانستان کې د دغه سازمان مرستندوی ماموریت یا یوناما نن سې شنبه (د زمري ۱۲مه) ویلي، د طالبانو ځمکنۍ جګړې او د افغان ځواکونو هوایي عملیات د ډېر زیان لامل کېږي.

یوناما پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، یوازې تېرو درېیو ورځو کې په لښکرګاه او کندهار ښارونو کې ۱۵ تنه ملکیان وژل شوي او شااوخوا ۱۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما په وینا زرګونه کسان له دې جګړو بې ځایه شوي او ګڼ نور په وېره کې ژوند کوي.

کندهار، هلمند، هرات، تخار او جوزجان هغه ولایتونه دي چې تېرو څو ورځو کې د جګړې راپورونه ترې خپریږي.