د هلمند پوځي چارواکي: د زندان ماتولو لپاره د طالبانو هڅه شنډه شوه

په هلمند کې امنیتي ځواکونه د عملیاتو پرمهال

په هلمند کې د پوځ چارواکي وایي چې د لښکرګاه زندان د ماتولو لپاره یې د طالبانو هڅه شنډه کړې ده.

د ۲۱۵ میوند قل اردو قوماندان جنرال سمیع سادات خبریالانو ته ویلي، اوس طالبان د محبس له شااوخوا سیمو په شا شوي دي: "نن سهار وختي طالبانو د لښکرګاه پر محبس باندې کوښښ وکړ چې حمله وکړي، څو ماینونه یې هم د دیوال شاته وچوول، خو وېې نه شوای کولی چې محبس ته داخل شي، طالبان همغلته مړه شول، مړي یې هم پراته وو او شکست یې وخوړ ولاړل."

په لښکرګاه کې له پرون راهیسې طالبان او افغان ځواکونه په جګړه بوخت دي.

دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د طالبانو پرضد یې عملیات پيل کړي او ادعا کوي چې له پرون راهیسې یې ۷۷ تنه وژلي دي.

د لښکرګاه یوه اوسیدونکي د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې دوی جګړې اندېښمن کړي او په کورونو کې بند پاتې دي.