هشت صبح: غني ژمنه وکړه چې راتلونکو ۶ میاشتو کې به وضعیت کې بدل شي

ولسمشر غني

له کابله چاپېدونکو ډېری ورځپاڼو تر ډېره په ملي شورا کې د افغان ولسمشر د تېرې ورځې د څرګندونو او د جګړې د دوام په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

د ازادي راډیو خبریال د دغه ورځپاڼو غورچاڼ په یوه راپور کې رانغاړلی دی.

  • هشت صبح

هشت صبح لیکلي، وروسته له هغې چې له سولې د افغانانو تمې پرې شوې، د وسله وال ځواکونو اعلی سرقوماندان نه یې تمه وه چې د جګړې په اړه دولت خپل دریځ روښانه کړي چې دا کار وشو او ښاغلي غني د خلکو د توقع درک ته په کتو په رسمي ډول له طالبانو سره جګړه اعلان کړه.

په سرمقاله کې راغلي، ښاغلي غني ژمنه وکړه، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به په وضعیت کې بدلون راشي، د لیکوال په اند که اوسني امنیتي وضعیت له ژمنې سره بدلون ونه کړ، نو په اعلی سرقوماندان به د خلکو باور کم شي.

د لیکوال په باور د افغان ولسمشر له بیانیې د نړیوالې ټولنې او د ملي شورا ملاتړ به افغان دولت له طالبانو سره په جګړه کې بریالی کړي، ځکه له دې وړاندې هم افغان سیاسي مشرانو د دولت له برنامو ملاتړ کړی و.

هشت صبح لیکي، له طالبانو سره روانه جګړه او د جګړې لګښت ته په کتو د دولت اوسنۍ دفاعي بودجه کمه ده، د ملي بودجې په سند کې تعدیل او د جګړې د بودجې زیاتوالی یوه اړتیا ده، د جمهوري ریاست له دریځ د ملي شورا ملاتړ ته په کتو تمه کېږي چې د ملي بودجې په سند کې تعدیل راشي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، لا هم طالبانو د سولې کومه طرحه نه ده ارایه کړې، نو له همدې امله عمومي تصور هم دا دی چې طالبانو له دولت سره سولې ته نه دي چمتو.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، د ولسمشر غني تېره ورځ د طالبانو پر ضد تُنده ژبه وکاروله او دا یې هم په ډاګه کړه، افغان حکومت د سولې لپاره لوی ګامونه اخیستي.

په سرمقاله کې راغلي، ښاغلي غني په خبرو کې خلکو ته واضح پیغام و چې تر راتلونکو۶ میاشتو پورې به سخته جګړه وي او د ده په وینا، د جمهوریت لوری به بریالی کېږي.

د لیکوال په اند که څه هم ولسمشر غني د سولې پروسې د نه بریا پړه پر طالبانو واچوله، خو دا پیغام یې هم ورکړ چې د سولې هڅې بې پایلې دي او خلک له جګړې سره مخ کېدونکي دي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې، خلک د جګړې دې دوام او د سولې د ناکامۍ له پیغامه هرکلی نه کوي او نه یې غواړي.

لیکوال سپارښتنه کوي، ولسمشر او ټول باید درک کړي چې مساله دومره یوازې توره او سپینه نه ده، لوبه پېچلې ده او د سولې برخه کې چې پر طالبانو څومره نیوکې شته، همدومره نیوکې پر حکومت هم شته.

د سرمقالې په پای کې ټینګار شوی، یوازینۍ معقوله لاره چې خلک یې ملاتړ کوي، هغه د جګړې درول، خبرې اترې او د سولې لاره ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د ولسمشر د څرګندونو په اړه د ټولنیزو رسنیو د کار کوونکو غبرګونونه راخیستي چې ویلي یې دي، اوس چې نېغ په نېغه افغانستان له یرغل سره مخ دی، د ولسمشر د جګړې غوځ دریځ خلک تائیدوي.

په سرمقاله کې راغلي، د ولسمشر په خبرو کې تازه څه نه و، بلکې د لیکوال په اند یوازې له لغاتونو سره یې لوبې وکړې، خبرې یې تکراري وې.

لیکوال ټینګار کوي چې د حکومت په دستګاه کې د اصلاحاتو اړتیا ده، څوک خلک په حکومت باور وکړي.